د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د جنګي جرمونو له امله افغانانو ته هېڅ تاوان نه دی ورکړی
CMG2023/07/01 14:23:40
شريکول:

که څه هم په افغانستان کې د امريکا له خوا پيل شوې جګړه پای ته ورسېده، خو امریکايي ځواک او د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو  په دې جګړه کې افغانانو ته پراخ زیانونه رسولي دي. د افغانستان د لوګر ولايت يو کليوال علي چې څه باندې لس کاله دمخه د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په ډزو کې ټپي شوی، اوس د ژوند له ستونزو سره مخ دی، خو هېچا د دې حالت پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

کله چې زموږ خبرياله د ده کور ته ورغلې، هغه حالت يې ليدلی چې علي په پروت و او د ده د سينې لاندې برخې په ازاده توګه حرکت نه شوی کولی. که هغه غواړي چې کېني، نو بايد د ناستې لپاره پر یوه وسیله تکيه وکړي. هغه وويل چې که کومه وسیله ونه کاروم، نه شم کولی چې همدا ډول کېنم. زما له سينې څخه لاندې برخې حرکت نه شي کولی او يوازې دوه لاسونه او سر مې په ازاده توګه حرکت کولی شي.

نوموړی هغه سهار نه شي هېرولی چې دولس کاله دمخه بهرنيو سرتېرو د ده په کور وروختل او د ده  پر کورنيو غړو يې ډزې وکړې. هغه وويل چې امريکايي سرتېرو راباندې ډزې کړې چې له امله یې معيوب شوم. هېچا راسره مرسته ونه کړه او نه یې هم وژغورلم.

دغو بهرنيو سرتېرو راسره ډېر زیاتی کړی و. مور مې په مات او ځورېدلي زړه له ګاونډيانو څخه د مرستو غوښتنه کړې وه او بيا روغتون ته استول شوی وم. کله چې ډاکتر ورته ويلي و چې هغه دې په بستر کې پروت وساتل شي، علي ډېر خپه شو. څرنګه چې پلار يې  مخکې له مخکې وفات شوی و. کله چې هغه ټپي شو، عمر يې يوازې څه باندې ډېرش کلونه و او د خپلې کورنۍ تر ټولو غټ ګټيالی و.

هغه وويل چې تر ټپي کېدو وروسته د هرې ورځې د شپې په يوولس اويا دولسو بجو نه شم ويده کېدلی. کله چې مې په راتلونکو ستونزو فکر کاوه، تل مې په خاموشۍ اوښکې تويولې وم.

د ده د معیوبۍ له امله ژوند يې له ډېرو ستونزو سره مخ دی او اوس د ژوند د دوام لپاره له ډېرو ملګرو او خپلوانو څخه پورونه اخلي. ماشومان يې هم دې ته اړ شوي چې د ښه ژوند لپاره کار پيدا کړي. خو امریکا او ملګرو يې هېڅکله هغوی ته تاوان نه دی ورکړی.

هغه زياته کړې چې تر اوسه پورې هېچا راڅخه د حال واحوال پوښتنه نه ده کړې. د دوی کړنې ظالمانه او بې رحمه دي او په افغانستان کې د دوی موجوديت هېڅ ګټه نه درلوده، څرنګه چې هغوی ټول افغانان دښمنان بولي.

علي زموږ خبريالې ته ويلي چې د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ټول پوځي عمليات دروغ و او د سولې ساتلو په پلمه يې پر افغانستان يرغل کړی و. د دوی عملونه بې رحمه وو او په پوځي عملیاتو کې يې د ملکيانو امنيت له پامه غورځولی و او د افغانستان پر راتلونکو څو نسلونو به یې د زيانونو اغېزې پاتې وي. هغه وويل چې امريکايي ځواکونو افغانانو ته ډېر زيانونه رسولي دي. هغوی ويلي و چې افغانستان ته سوله راولي، خو واقعاً دغه هېواد ته د دوی راتګ د افغانانو په منځ کې د بې اتفاقۍ او دښمنۍ سبب شو. په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له امله ډېر ماشومان يتيمان شوي او یوه لویه کتله خلک بېوزلي شوي دي.  خلک غمونو خوړلي، خو دوی افغانانو ته هېڅ ګټه نه ده راوړې.

په هغه کلي کې چې علي پکې اوسېږي، زیاتره کورونه ويجاړ شوي او د ښځو او ماشومانو په شمول ډېری کسان ژوبل او مړه شوي. علي وويل، کله چې هغوی راباندې ډزې وکړې، موږ اوښکې تويولې، هغه زيانونه چې بهرنيو ځواکونو رارسولي دي، زموږ لپاره ډېر سخت دي. اوس مهال له دې امله  زما او د نورو افغانانو غمونه لاهم روان دي.