شي جين پينګ به د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشرېزه غونډه کې ګډون وکړي
CMG2023/07/01 11:34:43
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۳۰مه نېټه يوه عادي خبري ناسته کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشرېزه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون په هکله وويل، چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د دغه سازمان د ګډ برخليک ټولنې د ټينګولو هڅونه وکړي.

دغه راز ميرمن ماو نينګ وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان له تاسيس کېدو راهيسې تل د شانګهای روحيه مراعات کړې، د دغه سازمان د غړو تر منځ دوستي او سياسي باور يې ټينګ کړی، په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ يې پياوړې کړې او په نړيوالو او سيمه ايزو چارو کې يې مهم رغنده رول لوبولی دی.

ماو نينګ زیاته کړه، چې شي جين پينګ به په دغه  غونډه کې مهمه وينا وکړي، په دغه غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو له برخوالو مشرانو سره د یاد سازمان د پرمختګ په هکله پلانونه جوړ کړي. يقين دی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان به د بېلا بېلو خواوو تر ګډو هلو ځلو لاندې لا پرمختګ وکړي او د سيمې هېوادونو پرمختګ او سمسورتيا ته ګټې ورسوي.