د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې اجرائيوي مشر: هرکلی کوو چې له هانکانګ سره ګډ او چټک پرمختګ وکړو
CMG2023/07/02 10:39:31
شريکول:

د جولای لومړۍ نېټه وطن ته د هانکانګ د بير ته راستنېدو له ۲۶مې کليزې سره برابره وه او تر هغې ورځ پورې د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د شپږم حکومت د ماموريت موده يو کال پوره شوې. د دغې سيمې اجرائيوي مشر لي جيا چاو د چين مډيا ګروپ خبريالې ته وويل، تېر کال کې د هانکانګ حکومت د استعداد لرونکو کسانو او د غښتلو تصديو او د پرمختګ د انرژيو پياوړتيا په ساحو کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. هغه دغه راز ويلي، چې هانکانګ د پخوا هروخت په پرتله يووالی او ستر راټولونکی توان لري، دغه راز هانکانګ هرکلی کوي، چې له بېلا بېلو ځايونو څخه استعداد لرونکي کسان له هانکانګ سره ګډ او چټک پرمختګ وکړي.