د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يو راپور په خپرولو سره له افغانستانه د دغه هېواد د پوځ د وتلو پر طريقې انتقاد وکړ
CMG2023/07/02 10:38:48
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۳۰مه نېټه له افغانستانه د دغه هېواد د پوځ د وتلو د مسئلو د ارزونې راپور خپور کړ. په راپور کې له افغانستانه د امريکا او د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو د ايتلافي ځواکونو د وتلو پر طريقې انتقاد شوی. راپور  ښيي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځ د وتلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر جو بايډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پريکړې د افغانستان د وخت حکومت دوام او خونديتوب ته سخت زيان رسولی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په خپله ويبپاڼه کې د راپور عمده معلومات خپاره کړي. دغه راپور د شاو خوا درېيو مياشتو لپاره ليکل شوی او د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱کال تر اګست پورې له افغانستان څخه د امريکا او ملګرو هېوادونو د ايتلافي ځواکونو د وتلو په هکله اړوندې پريکړې او حالت څيړل شوی دی.