شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د ابادولو او تنظيمولو کارونو لپاره مهم هدايت وکړ
CMG2023/07/02 10:37:46
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د ابادولو او تنظيمولو کارونو لپاره مهم هدايت وکړ او دې ته په اشارې سره يې وويل، چې په هراړخيزه توګه د سوسياليزم د عصري هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د پرمخبيولو کليدي ټکی کمونېست ګوند او خلک دی. د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د دغه ګوند مرکزي کمېټې د دغه ګوند پر بشپړې ادارې ټينګار کړی او په هراړخيزه او جدي توګه يې دغه ګوند اداره کړی، يو لړ نوې نظريې او ستراتيژۍ يې وړاندې او عملي کړې او د سل کلن ګوند د ځان د سمون نوې پاڼه يې خلاصه کړې. د دغه ګوند د بېلا بېلو کچو کمېټو او ډلو د مرکزي کمېټې پريکړه ليک او ترتيبات تطبيق کړي او په هراړخيزه توګه يې د هوسا ټولنې د ابادۍ او د سوسياليزم د عصري کېدو هېواد د جوړولو لپاره رغنده خدمتونه تر سره کړي دي.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د تاسيس د ۱۰۲کليزې د رارسېدو په وخت کې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د دغه ګوند ټولو غړو ته د اختر مبارکي ويلې ده.