د ځايي وخت د جون د ۳۰مې نېټې تر شپې پورې، د فرانسې د پاريس، مارسيلي،ليون او نانټيري په شمول څو ښارونو کې په زور زياتي، بريدونه، چور ، تالان او د اور لګولو پېښې رامنځته شوې. د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د جولای په لومړۍ نېټه څرګنده کړه، چې د جون د ۳۰مې نېټې له شپې څخه د جون د لومړۍ نېټې تر سهار وختي پورې په دغه هېواد کې څه باندې ۱۳۰۰ تنه ونيول شول. د فرانسې صدراعظم په دغه هېواد کې د ټولو لويو فعاليتونو د لغوه کولو اعلان وکړ.
د بلجيک د خبري رسنۍ په قول د جون له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د دغه هېواد پوليسو په بروسيل کې څه دپاسه ۱۰۰ تنه ونيول.