د نړۍ د خوړو او زراعت د پرمختګ لپاره د چين خدمتونه
CMG2023/07/03 15:21:32
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان کنګرې ۴۳مه غونډه د جولای په ۲مه نېټه د ايټاليا په لازمېنه روم کې د دغه سازمان د نوي عمومي مدير د انتخاب په موخه رایګیري وکړه. د چين کانديد او د نوموړي سازمان اوسنی عمومي مدير چو دونګ يو د زیاتو رایو په ګټلو سره په ټاکنو کې بريالی شوی او د ماموريت موده به يې د روان کال د اګست تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري.

چين د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان له بنسټګرو هېوادونو څخه دی او د دغه سازمان له جوړېدو راهيسې يې د غړي هېواد په توګه خپل مسؤليت ادا کړی دی او د دغه سازمان په فعاليتونو کې يې فعال ګډون کړی. د زياتو هېوادونو د کرنې برخې چارواکو او کارپوهانو ويلي، چې چين د خوړو او زراعت سازمان په چارو کې فعال ګډون کوونکی او ټينګ ملاتړ کوونکی دی او د نړيوال پرمختګ وړانديز د عملي کولو لپاره يې رښتيني ګامونه پورته کړي، د نړۍ د بېوزلۍ د له منځه وړلو او زراعت سکټور پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي او تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پوره کولو په برخه کې يې د نورو پرمختيايي هېوادونو لپاره مهمې تجربې برابرې کړې دي.

په ۱۹۷۳م کال کې چين په نوموړي سازمان کې د څوکۍ له بيا تر لاسه کولو وروسته د دغه سازمان د شورا د غړي هېواد دنده پر غاړه اخيستې ده. دغه سازمان له ۱۹۷۸م کاله تر اوسه پورې په چين کې نږدې ۵۰۰ کورنۍ، سيمه ییزې او نړيوالې پروژې پلې کړې دي. په عين وخت کې چين د غړي هېواد مسؤليت ادا کړی او د دغه سازمان له فعاليتونو يې ملاتړ کړی دی.

د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو په اړه د چين او د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان صندوق په ۲۰۰۹م کال کې جوړ شوی او د دغه سازمان پر مټ د پرمختيايي هېوادونو ګڼ شمېر همکاريزې پروژې عملي شوې دي. له ۳۰۰ زياتو چيني کارپوهانو د دغو پروژو له لارې له پرمختيايي هېوادونو سره د چين تجربې او ټېکنالوژۍ شريکې کړې او د خوړو د خونديتوب او د زراعتي توليداتو په اړه د توان د لوړوالي په برخه کې يې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې دي.

چين د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کې اعلان وکړ، چې د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو په اړه به د چين او د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان د درېيمې مرحلې صندوق جوړ کړي او د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې يې له نوموړي سازمان سره د صندوق عمومي تړون لاسليک کړ.

د خوړو او زراعت سازمان د بازار او سوداګرۍ څانګې مشر بېلحاسن وويل، چې د پرمختيايي هېوادونو د همکارۍ په اړه د دغه سازمان پلان په نږدې ۲۰ هېوادونو کې تطبيق شوی او له ۱۰۰ زرو زياتو وګړو ترې ګټې اخيستې دي.

د خوړو او زراعت سازمان د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د FAO-CAAS په نوم د نوښت ډګر د تطبيق تړون لاسليک کړ. په چين کې د دغه سازمان استازي (Carlos Watson) کارلوس واټسون د ياد خبر په اړه وويل، چې دغه سازمان له چيني څانګو سره د زراعت په نړيوالو همکاريو کې دايمي او ثابته ملګرتيا جوړه کړې او د ياد تړون له لارې يې خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړې دي.

د چين د زراعت او کليوالو چارو وزير تانګ ژن جيان په دې وروستيو کې وويل، د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان د عمومي مدير په توګه د ښاغلي چو دونګ يو له بيا ټاکل کېدو ښکاري، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د نوموړي د ماموريت د لومړۍ مودې کارونه بریالي بللي او نړيوالې ټولنې د څواړخيزم او د نړيوال پرمختګ د چارو په هڅولو کې يې د چين خدمتونو ته ارزښت ورکړی.

د جيوپوليتيکو شخړو او افراطي شخړو تر اغېزو لاندې د نړۍ د خوړو خونديتوب له سختو ننګونو سره مخ دی. (( د نړۍ د خوړو بحران راپور)) ښيي چې په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ د ۵۸ هېوادونو او سيمو نږدې ۲۵۸ ميليونه خلک د خوړو له مسئلې سره مخ شوي، چې دغه اندازه د ۲۰۲۱م کال په پرتله لوړه ده. د دغه ستونزمن وضعيت پر وړاندې، نړيواله ټولنه په ليوالتيا سره دې ته سترګې په لار ده، چې له چين او د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت له سازمان سره د نړيوال پرمختګ وړانديز او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په چوکاټ کې همکارۍ پياوړې کړي او د خوړو او زراعت لا لوړ موثريت لرونکی، ټولشموله، ټينګ او دواملرونکی سيستم جوړ کړي او تر ۲۰۳۰م کال پورې د دواملرونکي پرمختګ موخې پوره کړي.