چو دونګ يو يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو
CMG2023/07/03 10:24:29
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۴۳مه غونډه د جولای په ۲مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې تر سره شوه. په یاده غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نوي عمومي مدیر د انتخابیدو په موخه جوړه شوې وه، د چین نوماند او د دې سازمان اوسنی عمومي مدیر چو دونګ یو د زیاتو رایو په ګټلو سره يوځل بيا انتخاب شو.

چو دونګ يو د ۲۰۱۹م کال په جون مياشت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو او د دغه سازمان په تاريخ کې لومړی چیني عمومي مدیر شو او د خپلې دندې له پيلېدو سره سم يې د خوړو له ننګونو د نړۍ د خلاصون لپاره خپله دنده په ښه او فعاله توګه ترسره کړه او له بېلا بېلو هېوادونو، په تېره بیا پرمختیايي هېوادونو سره يې مرستې وکړې چې د خوړو او کرنې پرمختګ تر لاسه کړي او دی ځکه د دې سازمان د ډېرو غړو هېوادونو له خوا پېژندل شوی.