وانګ يي د ۲۰۲۳کال د چين، جاپان او کوريا جمهوريت تر منځ د همکاريو د نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه
CMG2023/07/03 15:57:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر منشي وانګ يي د جولای په ۳مه نېټه په چينګ داو ښار کې د ۲۰۲۳کال د چين، جاپان او کوريا جمهوريت تر منځ د همکاريو د نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه.

وانګ يي وويل، چې موږ بايد متقابل درناوی ولرو او په دوستۍ کې ګډ ژوند وکړو. په تېرو څو لسو کلونو کې چين، جاپان او کوريا جمهوريت دواملرونکی پرمختګ کړی، په بريالۍ توګه يې د عصري کېدو بهير پرمخبيولی او په دې کې کليدي ټکی دا دی، چې دېواړه هېوادونه د سوله ايز پرمختګ نظريې غوره کوي، د بېلا بېلو خواوو د مرکزي ګټو درناوی کوي او په خپله د پرمختګ لار انتخابوي. چين له لرغونې زمانې څخه له ګاونډيو سره د دوستۍ ټينګولو دود لري او هيڅکله به د ځينو لويو هېوادونو په شان د استعمار او لوټولو لاره کې قدم نه وهني او د هر هېواد لخوا له يو اړخيز تسلط له کړنې سره مخالفت کوي. چين به د ځان د سوله ايز پرمختګ له لارې د نړۍ د دايمي سولې هڅونه وکړي. موږ بايد پر ورخلاصون او زغم ټينګار وکړو، يو بل ته ګټې ورسوو.

وانګ يي زياته کړه، چې چين، جاپان او کوريا جمهوريت د اقتصاد د نړيوال کېدو ګټونکي هېوادونه دي او درېواړه هېوادونه په اصل کې يو په بل تکيه کوي او ګډې ګټې لري. موږ بايد د ملګري نظريې ټينګې کړو، د يو بل پرمختګ د ځان يو بل ته د فرصتونو په سترګه ګوري. چين به د لا لوړې سويې ورخلاصون پرمخبوزي او د جاپان او کوريا جمهوريت هرکلی کوي، چې د چين د باکيفيته پرمختګ په ګړندي موټر کې سپاره شي.