د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د چين په چينګ داو ښار کې د ۲۰۲۳ کال د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د همکارۍ نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. هغه په خپلې وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د دغه فورم په جوړېدو سره دې له چينګ داو نه د يادو ۳ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د بيا پيل څرګنده نښه وښودل شي.
وانګ يي ويلي چې چين، جاپان او کوريا جمهوريت دې د خپلمنځي همکارۍ پر سم لوري ټينګار ولري، يو د بل درناوی دې وکړي، په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي، په ورخلاصون او ټولشموليت دې يو د بل د پرمختګ ملاتړ وکړي، پر خپلواکۍ او ځان بسياينې دې ټينګار وکړي او خپلمنځی يووالی دې ټينګ وساتي.
نوموړي زياته کړه چې د اسيا سوله، سمسورتيا او بيا پرمختګ د يادو دريو خواوو ګډې هڅې ته په کار دی.
هغه د چيني حکومت په استازيتوب وړانديز وکړ:
لومړی، درېواړه خواوې دې متقابل باور پياوړی کړي، د سيمې سوله او ثبات دې سره وساتي.
دوهم، درېواړه خواوې دې يو بل ته ګټې ورسوي او د اقتصادي پرمختګ خوځنده خواک دې برابر کړي.
درېيم، درېواړه خواوې دې متقابل پيوستون پياوړی کړي، د سيمې اقتصادي چارو د واحد کېدو په پار دې ګډې هڅې وکړي.
څلورم، درېواړه خواوې دې يو د بل مرسته وکړي او له ننګونو سره دې ګډه مقابله وکړي
پنځم، درېواړه خواوې دې يو له بل څخه د تجربو زده کړه وکړي او د ملکي دوستۍ بنسټ دې ټينګ کړي
د کوريا جمهوريت او جاپان خارجه وزيرانو په دغو مراسمو کې انلاين ويناوې وکړې.
( سپوږمۍ)