شي جين پينګ: د يو کمربند او يوې لارې پلان به د نړۍ لا زياتو ځايونو ته ګټې ورسولای شي
CMG2023/07/04 17:02:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۳مه غونډه کې ګډون او مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ ويلي، چې موږ بايد د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ د ستراتيژيو او د سيمې د همکاريو له وړانديزونو سره ونښلوو، د سوداګرۍ او پانګونې د ابادۍ او اسانتياوې کېدو دې هڅونه وکړو، د بندرونو بنسټيزو تاسيساتو او د سيمو د نړيوال ټرانسپورټ د لويو لارو ابادۍ دې چټکې کړو، د سيمې د توليد ځنځير او عرضې ځنځير ثابت دې تامين کړو. روان کال زما لخوا د يو کمربند او يوې لارې پلان د وړاندې کېدو لسمه کليزه ده او چين به د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو درېيم سرمشريز فورم تر سره کړي او د بېلا بېلو خواوو هرکلی کوي، چې په دې فورم کې ګډون وکړي او په ګډه د دغه پلان له لارې لا زياتو ځايونو ته ګټې ورسوي.