د چين د ملي دفاع وزير د روسيې د سمندري پوځ له عمومي قوماندان سره وکتل
CMG2023/07/04 10:56:06
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د ملي دفاع وزير لي شانګ فو د جولای په ۳مه نېته په بېجينګ کې د روسيې د سمندري پوځ له عمومي قوماندان نيکولای يرمېنوف سره وکتل.  

لي شانګ فو په دې ليدنه کې ويلي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سږکال په مارچ کې له روسيې څخه تاريخي اهمیت لرونکې رسمي ليدنه وکړه. د چين او روسيې مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او په بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو په اړه پلانونه جوړ کړي. دواړې خواوې بايد د دواړو پوځونو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي، د بېلابېلو کچو ترمنځ تبادلې دې زياتې کړي، په مسلکي برخه کې دې کاري همکارۍ پراخې کړي او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره دې فعال خدمتونه وکړي.  

نيکولای يرمېنوف ويلي، چې روسيه په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ واقعي همکاريو ته په درنه سترګه ګوري، هېواد يې غواړي له چین سره نږدې همغږي وساتي او د دواړو هېوادونو او پوځونو ترمنځ اړيکو ته وده ورکړي.