د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۳مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۴۳مه غونډه د جولای په ۲مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې تر سره شوه او په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نوي عمومي مدیر انتخابیدو په مراسمو کې د چین نوماند او د دې سازمان اوسنی عمومي مدیر چو دونګ یو د ۱۶۸ رایو په ګټلو سره يوځل بيا انتخاب شو. چين چو دونګ يو مدير ته مبارکي وايي.
وانګ ون بين ويلي، چې چين د خوړو او کرنې سازمان دوهم لوی تمویلونکی هېواد دی، دغه هېواد به د دې سازمان له کارونو څخه ملاتړ وکړي. هېواد يې باور لري، چې دغه سازمان به د چو دونګ یو تر مشرۍ لاندې په پر له پسی ډول د خوړو او کرنې د نړيوالې ادارې د بشپړولو او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د تلپاتې پرمختګ اجنډا د پلي کېدو لپاره فعال خدمتونه وکړي.