شي جين پينګ د تمدني تبادلې او متقابلې زده کړې درېيم ديالوګ او د چيني پېژندپوهانو لومړۍ نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/07/04 10:13:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳مه نېټه د تمدني تبادلې او متقابلې زده کړې درېيم ديالوګ او د چيني پېژندپوهانو لومړۍ نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چين هيله لري چې له مختلفو خواوو سره يو ځای د سولې، پرمختګ، مساواتو، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ په شمول د انسانانو ګډ ارزښتونه خپاره کړي، د نړيوال تمدن وړانديز په پلي کولو سره دې د توپيرونو پر ځای يو له بل سره تمدني تبادلې وکړي، د شخړې پر ځای دې يو له بل څخه د تجربو زده کړې وکړي او په ټولشموليت سره دې د انسانانو تمدني پرمختګ پرمخ بوزي.

رئيس شي جين پينګ هيله وښوده چې د مختلفو هېوادونو چيني پېژندپوهان د چين او بهرنيو هېوادونو د تمدنونو ترمنځ د پل رول ولوبوي او د چين او مختلفو بهرنيو تمدنونو ترمنځ د تبادلې، تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا په پار لا زيات مثبت کوښښونه وکړي.

د تمدني تبادلې او متقابلې زده کړې درېيم ديالوګ او د چيني پېژندپوهانو لومړۍ نړيواله غونډه د چين د نړيوالې تبادلې ټولنې لخوا تشکيل کېږي او د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې پرانيستل شوه.

 

( سپوږمۍ)