بېجينګ: امريکا بايد په نورو هېوادونو یرغلیزې کړنې پای ته ورسوي
CMG2023/07/05 16:13:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۵مه نېټه په يوه عادي خبري ناسته کې د یوه خبریال هغه پوښتنه ځواب کړه چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو د پېښو د ارزونې راپور خپور کړی، او تاسو په دې اړه څه تبصره لرئ؟

وياند وانګ ون بين وويل، چې دا د پام وړ مسئله ده، چې امريکا اړوند راپور خپور کړی. خو د افسوس وړ خبره ده، چې هغه مسئله چې امريکا بايد بياکتنه او انعکاس ورکړي، په راپور کې بيخي نه ده وړاندې شوې. د بېلګې په توګه امريکا د نړيوال قانون څخه په سرغړونې سره پر ملي حاکميت لرونکي هېواد تېری کړی، د ډیموکراسۍ په پلمه يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې، د ترهګرۍ ضد په چارو کې متحد معيار نه لري او په خپله خوښه يې د ترهګرۍ مسئلې کارولې، د داسې ټولنې ګن شمېر بې ګناه خلکو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې دي او د سيمې سوله او ارامتيا يې ګډوډه کړې.

وانګ ون بين زياته کړه، چې که چېري امريکا يوازې غواړي په منظمه او ښکلې بڼه له يو هېواد څخه خپل پوځونه وباسي او له کابل څخه د خپلو پوځونو د ايستلو په اړه يې دغسی راپور ليکلی،  په حقيقت کې نړيوالې ټولنې ته مسئولانه ځواب نه شي حساب کېدای. امريکا بايد بېرته د افغانستان د مرکزي بانک ملي مالي پشتوانه د دغه هېواد خلکو ته ورکړي، پر دغه هېواد يو اړخيز بنديزونه دې لرې کړي، په اساسه توګه د زور تګلارې ختمې کړي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې پای ته ورسوي او په افغانستان کې د فاجعې مخه ونيسي.