شي جين پينګ د سېلابونو د مخنيوي او د سېلاب‌ځپلو وګړو د ژغورلو لپاره اړوندې څانګې ته هدايت ورکړی
CMG2023/07/05 16:16:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د سېلابونو د مخنيوي او د سېلاب‌ځپلو وګړو د ژغورلو لپاره اړوندې څانګې ته مهم هدايت ورکړی دی.

هغه دې ته په اشارې سره وويل چې په وروستيو کې د چين د چونګ چينګ په شمول ځينو سيمو کې سخت بارانونه شوي چې له امله يې سېلابونه او د خټو او ډبرو د ښویېدو پېښې رامنځته شوې او د خلکو سر ومال ته يې زيانونه رسولي دي.

هغه پر دې ټينګار کړی چې اوس ټول هېواد د سېلابونو د مخنيوي کليدي پړاو ته داخل شوی او يانګ ځي سيند په شمول ډېر سيندونه، جهيلونه او ځينې سيمې د سېلابونو له خطرونو سره مخ دي. د چين د سېلابونو او وچکالۍ د مخنيوي عمومي قوماندانۍ په شمول اړوندې څانګې دې د سېلابونو او ناورينونو د مخنيوي او د سېلاب‌ځپلو وګړو د ژغورلو لپاره ډېرې او هراړخیزې هڅې وکړي.

(غاټول)