د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ تمایل
CMG2023/07/05 15:12:01
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا غونډه د جون په ۶مه نېټه په انلاین توګه ترسره شوه. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په ويډيويي توګه په دې غونډه کې ګډون وکړ او په خپلو خبرو کې يې وویل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه باید همکارۍ پياوړې او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره نورې زیاتېه مثبتې انرژۍ برابرې کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شو او بنسټ ايښودونکي هېوادونه يې چین، روسیه، قزاقستان، قیرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان دي. په ۲۰۱۷م کال کې هند او پاکستان هم د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړ او د سږ کال په سرمشريزه کې د ایران غړیتوب منظور شوی او په دغه سازمان کې د بلاروس د ګډون دندې یادښت هم لاسلیک شوی دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۲ کلن پرمختګ سره د نړۍ تر ټولو زیات مساحت، نفوس او پياوړی توان لرونکی سازمان ګرځېدلی دی. د دغه سازمان د قایمېدو او پرمختګ بهیر د انسانانو ګډ برخلیک د ټولنې د جوړولو یوه ښه نمونه ده.

اوس د نړۍ پر وړاندې ستر بدلونونه رامنځته شوي او کېږي او یو بې ساري سل کلن بدلون روان دی. نړیوال یووالی یا بېلتون غواړي؟ سوله یا کړکېچ غواړي؟ همکارۍ یا تقابل انتخابوي؟ په داسې حال کې چې د انسانانو ټولنه له سختو ننګونو سره مخ ده، د شانګهای همکارۍ سازمان باید پر کوم لوري روان وي؟

رئیس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د تائید ځواب ورکړ چې د نېکمرغه ژوند په اړه د بېلا بېلو هېوادونو تمې او هیلې د نړیوالې ټولنې د ګډو کوښښونو موخه ده، په ګردې نړۍ کې د سولې، پرمختګ او همکارۍ تمایل نه شي بدلېدای. ویل کېږي چې د رئیس شي جين پينګ په خبرو کې د زمانې پرمختګ په اړه اغېزناک تدبیرونه وړاندې شوي او د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ لپاره يې فعال ځواکونه برابر کړي دي.

دغه سازمان دې متقابل باور او درناوی پياوړی کړي. د چینایانو په ذهن کې سولې ته لومړیتوب ورکول کېږي، دا له څه باندې ۵ زرو کلونو راهیسې د چیني ټولنې دایمي کلتوري فرهنګ دی. د رئیس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې د ګردې نړۍ د امنیت او پرمختګ وړاندیزونه هم دغه شان ذهني بنسټ لري، کلیدي محتویات يې نړیواله ټولنه د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې اختلافات لرې کوي او د ناسمې سیالۍ پر ځای دې همکارۍ پياوړې کړي. هغه په اشارې وویل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان باید د غړو هېوادونو مرکزي ګټو او حساسو موضوعاتو ته جدي درناوی وکړي، یو د بل د پرمختګ او سمسورتیا کلک ملاتړ دې وکړي، د هر هېواد پرمختګ او برخلیک دې پخپله کنټرول کړي.

دغه سازمان دې ګډ امنیت او خوندیتوب وساتي. د شانګهای همکارۍ سازمان په نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس لري، غړي هېوادونه يې د لوېدیځو هېوادونو لخوا د نوې سړې جګړې او رنګينو انقلابونو د راپورته کېدو له ګواښونو سره مخ دي. رئیس شي جين پينګ وویل چې دغه سازمان باید د امنیتي همکارۍ سویه لوړه کړي، هم د ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشه يي توکو قاچاق ځپلو په شمول عنعنوي برخو کې، او هم د ډیجیټلي مالوماتو امنیت، د بیلوژيکي خوندیتوب او د فضايي چارو امنیت په شمول یو لړ غیرعنعنوي ساحې کې دې اړوندې همکارۍ ترسره کړي.

دغه سازمان دې اغېزناکې همکارۍ وهڅوي. په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ پرمختګ له ستونزو سره مخ دی او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو اوسنۍ بېړنۍ او ګډه دنده د اقتصادي توان زیات هڅول دي. نو رئیس شي جين پينګ وویل، چې دغه سازمان دې د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ نورې هم پراخې کړي او د مختلفو هېوادونو خلکو ته دې لا زیاتې ګټې ورسوي.

سربېره پر دې، رئیس شي جين پينګ وویل چې د مختلفو هېوادونو د کلتور او فرهنګ تبادلې دې پياوړې کړي. چین به په راتلونکو درېیو کلونو کې د دغه سازمان غړو هېوادونو ته د چیني ژبې زرو نړیوالو ښوونکو ته سکالرشيپ او د چیني ژبې درې زرو زده کوونکو ته چین ته د سفر فرصتونه برابر کړي، سلو ځوانو ساینسپوهانو ته به بلنه ورکړي چې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو لپاره چین ته راشي.