بېجینګ د جاپان لخوا په جبري توګه سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو په اړه خپل جدي دريځ روښانه کړ
CMG2023/07/05 15:17:40
شريکول:

د چين استازي د جولای په ۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې جاپان د اقتصادي لګښت په پلمه سمندر ته د ذروي ککړو اوبو ويستلو ته مخه کړې،  او د ټولو انسانانو پر سر د اټومي ککړتيا خطرونه اچوي. دا به د نړۍ د سمندري چاپېريال د ککړتيا، د عامې روغتيا د لویې ستونزې او د لا سختو بې کوره کېدو لامل به وګرځي. چين هيله لري چې نړيواله ټولنه د جاپان دغې کړنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د چين استازي پر دې ټينګار وکړ چې د جاپان دغه کړنه له نړيوالو اخلاقي مسووليتونو او د ملګرو ملتونو د سمندرونو حقوقو کنوانسیون او د ۱۹۷۲ لندن تړون په ګډون نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده. چين يو ځل بيا پر جاپان غږ کوي چې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ايستلو پلان بند کړي، په ساينسي، خوندي او شفاف ډول يې دې تصفيه کړي او د اټومي انرژۍ له نړيوالې ايجنسۍ سره همکارۍ دې ژورې کړي، څو ژر تر ژره د جاپان د ګاونډيانو په ګډون سره د نړيوالې څارنې د اوږدې مودې ميکانيزم جوړ کړي. (ژباړه: شکريه)