د امريکا د خپلواکۍ په ورځ نمانځنه کې د ډزو پېښه رامنځته شوې
CMG2023/07/06 11:11:47
شريکول:

د امريکا د لوزيانا ايالت د شريوپورټ ښار پوليسو د جولای په ۵مه نېټه وويل، چې د جولای په ۴مه نېټه د خپلواکۍ ورځې په يوه ځايي نمانځغونډه کې د ډزو پېښه رامنځته شوه او له امله يې ۴ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه هېواد د مېريلنډ ايالت پوليسو خبر ورکړی، چې د جولای د ۵مې نېټې په سهار وختي د دغه ايالت د سالسبري ښار د يوې نمانځغونډې په مهال د ډزو پېښه هم رامنځته شوه. يو ۱۴ کلن هلک ویشتل شوی او په روغتون کې مړ شو او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي. پولیس لا هم د شکمنو کسانو په لټه کې دي او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې چې په څېړنه او څارنه کې مرسته او همکاري وکړي. (ژباړه: شکريه)