د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ راپور سمندر ته د جاپان ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان ته مشروعیت نشي ورکولی
CMG2023/07/06 15:02:50
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د جون په ۴مې نېټې سمندر ته د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو په اړه د ارزونې راپور خپور کړ او پکې راغلي چې د جاپان دغه پلان له نړیوالو امنیتي معیارونو سره سمون لري. خو ډېرو جاپاني خلکو په ډاګه کړه چې دغه راپور نړیوال نه شي قانع کولای.

د جاپان حکومت د ۲۰۲۱م کال په اپرېل کې په یواړخیزه توګه سمندر ته د ذروي ککړو اوبو پلان اعلان وکړ، ور پسې دغه پلان د جاپان په کور کې د کب نیوونکو ډلو، د ارام سمندر پر غاړو د پرتو سیمو او د جنوبي ارام سمندر د پرتو هېوادونو له سخت مخالفت سره مخ دی. د جاپان حکومت د فشار له امله د همدې کال په سپتمبر کې د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ ته بلنه ورکړه چې په دغه هېواد کې د ارزونې کارونه ترسره کړي. دغې اېجنسۍ تر دوه کلنۍ ارزونې وروسته اخري راپور خپور کړ. خو په محتویاتو کې يې د ټولو کارپوهانو نظریې نه دي شاملې شوې، استدلال يې هم د کارپوهانو لخوا نه دی منل شوی. ویل کېږي چې دغه راپور کمزوری دی او په تلوار خپور شوی او په نړیواله ټولنه کې د پراخ شک د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی.

په حقیقت کې جاپان د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ کاري حقونه ډېر محدود کړي، یوازې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو لایحې د ارزونې حق ورکړ، خو د دغو ذروي ککړو اوبو د چلولو پر نورو طریقو د ارزونې حق یې نه دی ورکړی. نو د دغې نړیوالې اېجنسۍ د ارزونې کار محدودیت لري چې د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د چلولو تر ټولو مناسبه لار نه شي لټولای، یوازې سمندر ته د دغو اوبو د ایستلو په اړه د جاپان لایحې ارزونه کوي. په دې سره داسې کلیدي موضوعات له ارزونې پرته پاتې دي، مثلاً ذروي ککړې اوبه باید په کومه لاره په خوندي توګه وکارول شي؟ سمندر ته د دغو ککړو اوبو په ایستلو سره به چاپېریال ته کومې منفي اغېزې ورکړي؟

نو دغه راپور د نړیوالې ټولنې د پاملرنې وړ مسئلو ته ځواب نه دی ورکړی. د کوریا جمهوریت د دیموکراتیک ګوند څو غړو په اشارې وویل، د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د یاد راپور محتویات د جاپان حکومت تر کنټرول لاندې په ښکلي تصویر کې رامنځته شوي دي.

د یادې نړیوالې اېجنسۍ په لاس کې ټولې نمونې او مالومات د جاپان لخوا وړاندې شوي وو. د توکیو برېښنايي شرکت مخکې د ذروي ککړو اوبو په اړه د مالوماتو د پټولو او حتی د تصرفولو کړنې کړې دي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جون په ۴مې نېټې د کارپوه ازبي براون په قوله وویل، جاپان تر اوسه بشپړ ډیجیټلي مالومات نه دي وړاندې کړي او بهیر يې هم سپېڅلی نه دی.

سربېره پر دې، جاپان په تېرو دوو کلونو کې د ذروي ککړو اوبو په ذروي چلوونکو اوبو بدل کړی څو د دغو ککړو اوبو منفي اغېزې کمې کړي. بله خوا جاپان د خپل پلان د عملي کولو لپاره په ټولیزو رسنیو کې ډېرې پیسې لګولې دي. په ۲۰۲۱م کال کې د فوکوشیما ذروي پېښې په اړه د جاپان بیارغونې وزارت بودیجه ۲ میلیارډو جاپاني ينو ته لوړه شوې او دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال په نسبت ۳ چنده زیاته شوه.

د کوریا جمهوریت رسنیو څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د یاد راپور تر خپرېدو مخکې د جاپان حکومت د دغه راپور مسوده تر لاسه کړه او د تعدیل وړاندیزونه يې کړي وو. جاپاني چارواکو د دغې نړیوالې اېجنسۍ د سکرتر دفتر کارکوونکي ته څه باندې یو میلیون یورو ورکړي. که دغه خبر له واقعیت سره سمون لري، نو پوښتنه به پیدا کړو چې که سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان مناسب دی، ولې د جاپان حکومت دومره پیسې مصرف کړې؟

پروا نه شته چې د یادې اېجنسۍ په راپور کې څه محتویات راغلي، د جاپان دا کړنه بیخي د منلو وړ نه ده چې غواړي په راتلونکو ۳۰ کلونو کې میلیونونه ټنه ذروي ککړې اوبه سمندر ته وباسي. د جاپان حکومت باید ساینس ته درناوی وکړي او په علمي، امنیتي او سپېڅلي توګه دغه ذروي ککړې اوبه ښې مدیریت کړي.