د پاکستان حکومت د جولای په ۵مه نېټه په پلازمېنه اسلاماباد کې د صدارت په ماڼۍ کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پيل لسمه کلیزه ونمانځله.
د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف ياد فعاليت ته په خپله وينا کې ويلي، چې له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د پاکستان او چين اقتصادي دهلېز د پاکستان په اقتصادي تاريخ کې تر ټولو چټک پرمختګ موندلی دی او له دې امله اوس پاکستان په سیمه کې په یوه چټک پرمختيايي هېواد بدل شوی دی.
د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر مهندسان او معماران په ګډه د دغه اقتصادي دهلېز ابادي پرمخ وړي او غوره تاريخ يې جوړ کړی.
پاکستان غواړي د دې دهلېز پرمختګ ته نوی محرک ځواک ورکړي او نوي فرصتونه پيدا کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.
په پاکستان کې د چین سفارت شارژدافیرې پانګ چون شوی په خپله وينا کې ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهلېز د يو کمربند او يوې لارې یوه ډېره بریالۍ پروژه ده، له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې لاسته راوړنې يې د دواړو هېوادونو له ګډو هڅو سره تړلې دي.
چین غواړي له پاکستان سره یو ځای د دې اقتصادي دهلېز باکیفيته پرمختګ ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک پياوړې او ځواکمنه ټولنه جوړه کړي.