د چین استازی: امريکا بايد پر وينزويلا يواړخيز بنديزونه بند کړي
CMG2023/07/06 11:08:48
شريکول:

د چين استازي د جولای په ۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې د وينزويلا مسئلې په اړه يوه وينا وکړه او ويې ويل چې چين د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو ټينګه ساتنه کوي او د وينزويلا دغو کوښښونو ته، چې په خپلواکه توګه د پرمختګ لار غوره کوي، کلک درناوی کوي.

چين د بشري حقونو د ساتنې لپاره د وينزويلا د کوښښونو او په دې ساحه کې د دغه هېواد د لاسته راوړنو ستاينه کوي او هيله لري چې نړيواله ټولنه د وينزويلا د بشري حقونو وضعيت په اړه عادلانه او معقوله نظريه ولري.

د چين استازي په اشارې ويلي، چې چين تل د رغنده خبرو اترو او همکارۍ له لارې د بشري حقونو په برخه کې د توپيرونو د حل ملاتړ کوي او د وينزويلا په کورنيو چارو کې د بهرنيانو له لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي. حقایقو ښودلې چې د بشري حقونو مسئلې سیاسي کول او د اړوندو هېوادونو له اجازې پرته اړين مشخص میکانیزمونه رامنځته کول به یوازې ستونزې او شخړې ته وده ورکړي، په حل کې به مرسته ونه کړي او همدارنګه د بشري حقونو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره به ګټور نه وي. (ژباړه: شکريه)