چين له امريکا غواړي چې د ايران د اټومي تړون د اعاده کېدو لپاره هڅې وکړي
CMG2023/07/07 11:47:58
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال استازي ګنګ شوانګ د جولای په ۶مه د ايران د اټومي مسئلې په اړه د امنيت شورا په غونډه کې وينا وکړه او له امريکا او نورو اړوندو خواوو څخه يې  وغوښتل، چې بېرته سم مدار ته د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د ستنېدو لپاره هڅې وکړي.

ګنګ شوانګ زياته کړه، چې اوس تر ټولو بېړنۍ دنده دا ده، چې بېلا بېلې خواوې د دغه تړون په اړه د خبرو اترو د بيا پيل لپاره نورې زياتې هڅې وکړي. د امريکا په شمول اړوندې خواوې بايد د مثبت تمايل په رڼا کې له ايران سره ګډې هڅې وکړي، څو دغه تړون ژر تر ژره بېرته سم مدار ته  ستون شي. چين له امريکا څخه وغوښتل، چې پر ايران او درېيمې خوا ټول يو اړخيز بنديزونه  لغوه کړي، د زور د کارولو ګواښ دې ختم او د تړون د تطبيق د اعاده کېدو لپاره ښه زمينه برابره کړي.

ګنګ شوانګ وويل، چين  په دې نظر دی چې امنيت شورا بايد د ايران د اټومي مسئلې په چارو کې رغنده رول ولوبوي. د امنيت شورا د ۲۲۳۱م پرېکړه ليک له مخې پر ايران د محدوديت ځينې تدبيرونه به د سږکال په اکتوبر کې پای ته ورسيږي او د ۲۰۲۰م کال هغه ډرامه بايد بيا رامنځته نه شي، چې د بنديزونو د چټکو اعاده کېدو پر نظام وڅرخېده.