د UNCTAD راپور: په ۲۰۲۲م کال کې په نړیواله کچه مستقیمه بهرنۍ پانګونه ۱۲سلنه کمه شوې
CMG2023/07/07 10:36:04
شريکول:

د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس (UNCTAD) د جولای په ۵مه د یو راپور په خپرولو ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې، د خوراکي توکو او انرژۍ د بیو په لوړېدو او د عامه پورونو د لوړېدو په څېر عواملو له امله په ۲۰۲۲م کال کې په نړیواله کچه مستقیمه بهرنۍ پانګونه د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۲سلنه کمه شوې، چې ۱،۳ ټریلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

UNCTAD په همدې ورځ د ۲۰۲۳م کال د نړیوالې پانګونې راپور خپور کړ، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې پرمختللو اقتصادونو ته بهرنۍ مستقیمې پانګونې ۳۷ سلنه کمې شوې، چې ۳۷۸ ملیارډو ډالرو ته رسېدلې دي، خو پرمختيايي هیوادونو ته بهرنۍ مستقیمې پانګونې ۴ سلنه زیاتې شوې، چې ۹۱۶ ملیارډو ډالرو ته رسېدلې دي. د برقیات، سیمیکمډکټرونو(semiconductor) او موټرونو په چارو کې، کوم چې د اکمالاتو ځنځير له ننګونو سره مخ دي، د پانګونو پروژو شمېر ډېر زیات شوی، خو د ډیجیټلي اقتصاد په برخه کې پانګه اچونه ورو شوې ده.