نړیوالو محصلینو ته د رئیس شي جين پينګ ځوابي پيغام هڅوونکی رول لوبوي
CMG2023/07/07 14:22:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۴مه د نان ‌جينګ د حسابونو د تصفيې پوهنتون د دغه مسلک د ماسترۍ درجې د نړیوال  ټولګي محصلينو ته ځوابي پيغام واستوه او د دوی هڅونه يې وکړه، چې له چیني همکارانو سره تبادلې او زده کړې پياوړې کړي، د حسابونو تصفیې ددغه کړکۍ له لارې د چین په اړه لا زیات مالومات تر لاسه او د خپل هېواد او چین ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ لپاره رغنده خدمتونه وکړي.

د یاد ټولګي  محصله، چې له مالاوي څخه راغلې ، د چین ميډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، کله چې د رئیس شي جین پينګ ځوابي پيغام مو تر لاسه کړ، ډېره  خوښي یې راپه برخه کړه. خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته به د چین په پوهنتون کې د حسابونو تصفیې  د زده کړېپوهه د هېواد په جوړونه کې وکاروم.

د نان جینګ د حسابونو تصفیې پوهنتون د ماستري درجې نړیوال ټولګی په ۲۰۱۶م کال کې جوړ شو او تر اوسه د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د ۷۶ پرتو هېوادونو د اړوندو ارګانونو لپاره يې څه باندې ۲۸۰ تنه مسلکي کسان روزلي دي. په دې جمله کې څه دپاسه ۲۰۰ تنه محصلین له دې پوهنتون څخه فارغ او خپل هېواد ته ستانه شوي او په اړوندو خدمتونو بوخت دي.

دغو نړیوالو محصلینو په چین کې نه یوازې د حسابونو تصفیې مسلکي  پوهه تر لاسه کړې، بلکې د چین اداري سیستم او توان يې له نږدې کتلی. دوی په دې بهیر کې د چین په کلتور او حالت ژور پوهېدلي، د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم او د چین کمونېست ګوند په اړه يې لا زیات مالومات تر لاسه کړي او د هېوادونو ترمنځ د دوستانه تبادلې لپاره يې د پُل رول لوبوي.

سږ کال د چین لخوا د یو کمربند او یوې لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د وړاندې کېدو له لسمې کلیزې سره برابر دی. د مختلفو هېوادونو په تېره بیا د پرمختیايي هېوادونو لپاره د حسابونو تصفیې مسلک د ماستري کچې محصلینو روزنه د دغه وړاندیز په رڼا کې یوه مهمه پروژه ده.

چین له لسو کلونو راهیسې له ۱۵۱ هېوادونو او ۳۲ نړیوالو سازمانونو سره څه باندې ۲۰۰ همکاریز سندونه لاسلیک کړي، د خپلو هیلو د عملي کولو لپاره یې له افریقايي ځوانانو سره مرستې کړي، د کمبودیا د بېوزلو کلیو لپاره يې هوارې لارې جوړې کړي او داسې نور.چین په تېرو لسو کلونو کې د یو کمربند او یوې لارې اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره ډول ډول تبادلې کړې دي. د چین او دغو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ او تفاهم له کبله، د یو کمربند او یوې لارې د باکیفیته ګډې جوړونې لپاره دوامدار حیاتي ځواکونه برابر شوي دي.

د نان جینګ حسابونو تصفیې پوهنتون یادو نړیوالو محصلینو رئیس شي جين پينګ ته یو پيغام استولی چې پکې يې لیکلي، دوی به په چین کې د زده کړو او ژوند تجربې نه  هېروي، له چین سره احساسات به تل په یاد  ساتي، د خپل هېواد او چین ترمنځ د دوستانه اړیکو د ټينګښت لپاره به رغنده رول ولوبوي. چین تل په نړۍ کې د دایمي سولې د عملي کولو، د مختلفو هېوادونو د ګډ پرمختګ د هڅولو او یو د بل د تمدن دیالوګ د پياوړي کولو لپاره کوښښونه کړي او کوي يې. نړیوال هم د چین د یادو هڅو په اړه د دغه هېواد پر مسؤولانه رویې پوهېدلي دي.

رئیس شي جين پينګ دغو نړیوالو محصلینو ته په ځوابي پيغام کې ليکلي، چې چين تل د هېواد د ادارې په ترڅ کې د حسابونو د تصفيې مهم رول ته په درنه سترګه ګوري او د چين د ځانګړي سوسياليزم له مخې د حسابونو د تصفيې ميکانيزم یې جوړ کړی دی. هیله ده، چې تاسې له چیني ټولګیوالو سره تبادلې پياوړې کړئ، د حسابونو د تصفيې له لارې چين وپېژنئ او د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ په چارو کې خدمت وکړئ.