د چين او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان ترمنځ د همکارۍ د ۵۰مې کليزې فعاليت په جنېوا کې تر سره شو
CMG2023/07/07 10:50:52
شريکول:

د چين او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان ترمنځ د همکارۍ د ۵۰مې کليزې عمده فعاليت د جولای د ۶مې  په ماښام په جنېوا کې تر سره شو.

د چين د پوهنې ملکيت حق ملي ادارې مشر شن چانګ يو وويل، چې د چين حکومت پلاوي په لومړي ځل په ۱۹۷۳م کال کې د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان په غونډه کې ګډون کړی او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لار يې پرانيستلې ده. چين له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې د پوهنې ملکيت حق له نړيوال سازمان سره همکارۍ ژورې کړې او ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. لږه موده مخکې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان ترمنځ د همکارۍ د ۵۰مې کليزې د فعاليت په مناسبت د مبارکۍ پيغام ولېږه، د چين صدراعظم لي چيانګ د دغه سازمان له عمومي مدير دارين تانګ (Daren Tang) سره وکتل او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ په فعاليت کې ګډون او وينا وکړه. د چين د مشرانو دغو فعاليتونو د چين او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان ترمنځ د همکارۍ ښه لارښوونه او هڅونه کړې ده. چين به په راتلونکې کې د نوموړي سازمان په څواړخيزو چارو کې د ګډون کچه لا لوړه او د پوهنې ملکيت حق د نړيوال اداري سیستم د مناسب او عادلانه پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.