د اوکينوا کن عام خلک سمندر ته د ذروي ککړو اوبو له ايستنې سره کلک مخالفت کوي
CMG2023/07/08 14:36:46
شريکول:

د جاپان رسنيو د جولای په ۷مه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د اوکینوا کن د ښاروالیو  اتو ټولنو د همدې مياشتې په ۶مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړ او يوه اعلاميه يې لاسليک  کړه، چې سمندر ته د فوکوشيما کن د لومړي ذروي برېښناکوټ د ذروي ککړو اوبو د ايستنې سره مخالفت کوي.

د جاپان ريوکيو شيمپو  ورځپاڼې(Ryukyu Shimpo) د خبر له مخې، د اوکينوا کن د چاپېريال اتحاد او د سوله ييزو ښاروالیو ټولنې په شمول  اتو ټولنو په ياده خبري ناسته کې  وویل، چې دوی سمندر ته د ذروي ککړو اوبو له ايستنې سره کلک مخالفت کوي او پدې باور دي چې داسې کړنې به طبيعي چاپيريال ويجاړ کړي او سمندري چاپيريال به بیا  ونه رغول شي.

د يادې ورځپاڼې په يوه تبصره کې ليکل شوي، چې سمندر ته د فوکوشيما کن د ذروي ککړو اوبو د ايستنې پلان د جاپان د اقتصاد، تجارت او صنعت وزارت لخوا وړاندې شوی. هغه وخت د کارپوهانو د يوه سيمينار په یو راپور کې ليکل شوي، چې دا تر ټول ژر او کم لګښت لرونکی صورت دی، چې ذروي ککړ اوبه له پروسې وروسته سمندر ته خوشي  شي. مانا يې دا ده، چې د جاپان حکومت يوازې غواړي د اقتصاد له لحاظه دغه مسئله حل کړي او  په نورو انتخابونو سترګې پټوي. تبصره وايي، چې د جاپان حکومت د عامو خلکو له نظرونو سره سره ذروي ککړې اوبه خوشي کوي، داسې کړنه پر بشري حقونو يو ډول  ستر تېری دی.