بېجينګ: د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۲۲۳۱م پرېکړه ليک دې وپېژندل او تطبيق شي
CMG2023/07/08 11:36:43
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۷ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۲۲۳۱م پرېکړه ليک دې په سمه توګه وپېژندل او په پوره توګه تطبيق شي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جولای په شپږمه د ايران د ذروي مسئلې په اړه غونډه  وربللې وه. بريټانيې، فرانسې او جرمني له دې غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره ايران وغانده، چې ذروي فعاليتونو ته دوام ورکوي او له ذروي تړون څخه سرغړنه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين پدې اړه وويل، د امنيت شورا ۲۲۳۱ م پرېکړه ليک د ايران د اټومي هراړخيز تړون پر تطبيق ټينګار کوي. امريکا په يواړخيزه توګه له دغه تړون څخه وتلې او پر ايران يې له حد زیات بنديزونه لګولي او ايران دغو بنديزونو ته په غبرګون کې ځوابي اقدامات غوره کړي دي. اوسمهال اړوندې خواوې دې خبرې اترې وکړي او په پوره توګه دې دغه تړون بيا تطبيق کړي. دغه راز د اړوند وضعيت د خرابېدو مخه دې ونيسي او د ډيپلوماتيکو هڅو لپاره دې زمينه برابره کړي.