د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نانجینګ د حسابونو د تصفیې پوهنتون نړیوالو محصلینو ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2023/07/08 14:43:03
شريکول:

 د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۴مه د نانجینګ د حسابونو د تصفیې پوهنتون د پلټنې څانګې د ماسټرۍ نړیوال ټولګي محصلینو ته ځوابي پيغام ولېږه او دوی یې وهڅول، چې له چیني محصلینو سره د نظریو تبادله پياوړې کړي، دوه اړخیزه زده کړه وکړي، د حسابونو د تصفیې له لارې چین درک کړي او په فعاله توګه د بېلا بېلو هېوادونو د دوستۍ او همکارۍ د ژورتیا لپاره خدمتونه وکړي.

د نانجینګ د حسابونو د تصفیې پوهنتون د یاد ټولګي بهرنۍ محصله وو نا له ماویلا څخه ده، هغې د روانې میاشتې په ۵مه د چین میډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په  ترڅ کې وویل، کله چې پوهه شوم چې رئیس شي جین پينګ موږ ته ځوابي پيغام ولېږه، زه ډېر خوښه  شوم.زه به خپل هېواد ته ستنېدو وروسته د حسابونو د تصفیې پوهه چې په چين کې مې تر لاسه کړې، په خپل ملي جوړښت کې پلې کړم.

د رئیس شي جين پينګ ځوابي پيغام د وو نا په ټولګي کې ۳۷ نور محصلین ډېر خوښ کړل.

د نانجینګ د حسابونو د تصفیې پوهنتون کې د پلټنې څانګې د ماسټرۍ نړیوال ټولګی په ۲۰۱۶م کال کې تاسیس شوی، چې تر اوسه پورې یې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د ۷۶ هېوادونو د حسابونو د تصفیې ارګانونو لپاره له ۲۸۰ څخه ډېر مسلکي استعدادونه روزلي دي. د دوی په منځ کې ، له ۲۰۰ څخه ډېر محصلین په بریالیتوب سره فارغ شوي او د خپلو هېوادونو د حسابونو د تصفیې څانګو ته ستانه شوي.

د نړیوالو محصلینو لپاره، دوی نه یوازې په چین کې د حسابونو د تصفیې مسلکي پوهه زده کړې، بلکې د لیدنې له لارې د چین د ملي حکومتدارۍ سیسټم او د حکومتدارۍ توان هم تجربه کړی. دوی په دې بهیر کې د چیني کلتور او د چین د ملي شرایطو په اړه خپله پوهه ژوره کړې، د چین د ځانګړتیالرونکي سوسیالیزم او د چین د کمونېست ګوند په اړه معلومات تر لاسه کړي او د هېوادونو ترمنځ د دوستانه تبادلې لپاره یې لاره هواره کړې.

نړيوال محصلين د زده کړې له لارې د چين د حسابونو د تصفیې د سيستم په اړه ژوره پوهه لري او له فساد سره د مبارزې لپاره د چين د کمونېست ګوند ټينګ هوډ احساسوي او په ملي حکومتولۍ کې د چين د حسابونو د تصفیې کارونو او لاسته راوړنو ستاينه کوي. په عين وخت کې، دوی د حسابونو د تصفیې د کړکۍ له لارې د چيني شکله عصري کېدو ستر پرمختګ لیدلی.

د سلیمان ټاپوګانو څخه نړیوال محصل دوبیدا د مرکې په وخت کې وویل، د چین د بېوزلۍ د کمولو چارې زما لپاره ډېرې مهمې او اغېزمنې دي. د چین د هه نان ولايت له لان کاو ولسوالۍ څخه د لیدنې په وخت کې موږ ولیدل، چې حکومت څنګه د بېوزلۍ کمولو پالیسي پلي کړې او د ځايي خلکو ژوندانه سویه یې ښه کړې.

دغه راز د نانجینګ د حسابونو د تصفیې پوهنتون نړیوالو محصلینو د چیني خطاطۍ، نقاشۍ، موسیقۍ او اوپراګانو په ګډون چیني کلتور زده کړه کړې او د چیني کلتور په اړه یې هر اړخیزه او ژوره پوهه  تر لاسه کړې. دوی وویل، چیني کلتور چې په چین کې  یې زده کړی، بېرته به یې خپل هېواد ته  یوسي او دوی به د چین او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ دوستانه تبادلو ته وده ورکړي.

سږ کال د یو کمربند او يوې لارې وړاندیز د پلي کېدو له ۱۰مې کلیزې سره برابر دی. دا د دې وړاندیز یوه ګټوره پایله ده، چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د پرمختيايي هېوادونو لپاره د حسابونو د تصفیې ماسټران روزي. چین په تېرو لسو کلونو کې له ۱۵۱هېوادونو او ۳۲ نړیوالو سازمانونو سره څه د پاسه ۲۰۰ همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي.