د چين د نړیوال وارداتي نندارتون بيورو د خبر له مخې، د چين د ۶ مې دورې نړیوال وارداتي نندارتون د هغو نندارځيو مساحت به چې تصدۍ به پکې خپل تجارتي توکي نندارې ته وړاندې کړي، له ۳۳۰ زرو مربع مترو څخه زيات شي او د نړۍ تر ۲۸۰زياتې پياوړې تصدۍ به پکې ګډون ولري.
ټاکل شوې، چې د چين د ۶ مې دورې نړيوال وارداتي نندارتون به د روان کال د نومبر له ۵ مې تر ۱۰ مې پورې د چين په شانګهای ښار کې جوړ شي.
د چين د نړیوال وارداتي نندارتون بيورو مرستيال رئيس سون چنګ های وويل، بيورو يې له روان کال راهيسې په ۳۰ هېوادونو او سيمو کې خلکو ته د دغه نندارتون د ورپېژندلو او د تصديو د جذبولو لپاره غونډې ترسره کړې دي.
په چين کې د موتا(Mootaa)شرکت د نمايندګۍ رئيس هان ګوانګ جونګ وويل، تصدۍ مې په تېرو پنځو مسلسلو کلونو کې د چين د نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی او د لومړۍ دورې د نندارتون پرمهال مو د ۲۰ میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د تجارتي توکو د خرڅلاو تړون لاسليک کړ. وړاندوينه مو داده، چې په ۲۰۲۳م کال کې به مو د پرچون خرڅلاو ارزښت له ۴۰۰ ميليونو يوانو څخه زيات شي.
نوموړي همداراز ويلي، چې تصدۍ به يې د چين د شپږمې دورې نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي او څه باندې لس ډوله تجارتي توکي به پکې نندارې ته وړاندې کړي.