د سږکال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د رېل په برخه کې د ثابتو شتمنيو پانګونه مخ په زياتېدو ده. د مهمو پروژو ابادولو نوی پرمختګ موندلی او د رېل پټلۍ د عصري کېدو اساسي تأسيساتو سيستم په چټکه توګه جوړېږي.
د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په چين کې د رېل پټلۍ په برخه کې د ثابتو شتمنيو پانګونه ۳۰۴ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي، کوم چې د کورنۍ تقاضا د پراخولو، د زياتوالي د ثابتولو او د خلکو د ژوند د ساتلو لپاره غښتلی ملاتړ يې برابر کړی.