د چين او هندوراس د ازادې سوداګرۍ د تړون په اړه د خبرو اترو لومړی پړاو پيل شو
CMG2023/07/09 11:36:03
شريکول:

د چين او هندوراس د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه د خبرو اترو لومړی پړاو د جولای په ۷مه نېټه د هندوراس په پلازمېنه تيګوسيګالپا کې پيل شو.

د چین د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو استازي او د سوداګرۍ وزارت مرستيال وانګ شو ون په همدې ورځ د چيني پلاوي په مشرۍ په ياده غونډه کې ګډون وکړ. د هندوراس د اقتصادي پرمختګ وزير سيراټو د هندوراس د پلاوي مشري وکړه. دواړو خواوو د خبرو اترو د عمومي اهدافو، کاري مسؤلیتونو او د راتلونکو کارونو د ترتیب په اړه ژورې مشورې وکړې او پراخې موافقې ته ورسېدل.

د چين او هندوراس د اقتصاد او سوداګرۍ ګډې کميټې لومړۍ غونډه په همدې ورځ په تيګوسيګالپا کې تر سره شوه. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، د سوداګرۍ او پانګونې د پياوړتيا او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان تر چوکاټ لاندې د همکارۍ په اړه د نظريو تبادله وکړه.