هه لي فنګ د امریکا د ماليې له وزیرې جینټ ییلن سره وکتل
CMG2023/07/09 11:32:29
شريکول:

د چين د صدر اعظم مرستیال هه لي فنګ د جولای په ۸مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د ماليې له وزیرې جینټ ییلن سره وکتل. دواړو خواوو په بالي کې د چين او امريکا د مشرانو د غونډې د مهمو ګډو توافقاتو د پلي کېدو، د دواړو هېوادونو او نړیوالو اقتصادي او پولي حالاتو او له ګډو نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په اړه رغنده، تفصيلي او ژور بحث وکړ.

چين پر خپل هېواد د امريکا د بنديزونو او د چين پر ضد د محدوديتونو په اړه پاملرنه څرګنده کړه. دواړو خواوو موافقه وکړه چې له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي. دواړو خواوو دغه راز موافقه وکړه چې راکړې ورکړې او تګ راتګ ته دوام ورکړي.