د چين د عصري صنعتي سيستم د ابادۍ هڅونه له جيانګ سو څخه د شي جين پينګ د ليدنې موخه ده
CMG2023/07/09 13:39:08
شريکول:

(د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۵مه نېټه، شي جين پينګ د جيانګ سو ولايت د سو جو ښار له صنعتي سيمې څخه د ليدنې په حال کې دی.)

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد له جيانګ سو ولايت څخه ليدنه وکړه او د دغې ليدنې په ترڅ کې يې وويل، چين به د جيانګ سو په بلګې اخیستنې سره د عصري صنعتي سيستم ابادي چټکه کړي او ملي اقتصاد ته به د لوړ کيفيت پرمختګ ورکړي. په دغه ليکنه کې به تاسو ته د چين د عصري صنعتي سيستم د ابادۍ په اړه معلومات وړاندې شي.

ولې جيانګ سو ولايت په چين کې د عصري صنعتي سيستم د ابادۍ د نمونې په توګه غوره شوی؟

د چين مساحت پراخ دی او د طبيعت، جغرافيې، تاريخ او کلتور په شمول د زياتو برخو د اغېزو له امله د سيمو ترمنځ توپيرونه او د پرمختګ نابرابري شتون لري، په تېره بيا د چين د لوديځو او ختيځو سيمو ترمنځ توپير لوی دی. جيانګ سو ولايت چې د چين د ختيځې سيمې په ساحلي برخه کې موقعیت لري، د ټينګ صنعتي بنسټ، د ساينس او ښوونې د غني سرچينو، ښه سوداګريز چاپيريال او د بازار د لويې پيمانې په شمول ډېرې وړتياوې لري او ښه شرايط او توان لري، چې د عصري صنعتي سيستم په ابادۍ او د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې مخکښ ځای نيسي او د نمونې رول لوبوي.

د چين په عصري صنعتي سيستم کې څه موضوعات شامل دي؟

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس راپور د عصري صنعتي سيستم د ابادۍ موخه وړاندې کړې، چې له مخې يې، د چین د اقتصادي پرمختګ مهم ټکی به پر مادي اقتصاد متمرکز کړي او د توليدي صنعت، کيفيت، فضانوردۍ، ټرانسپورټ، انټرنيټ او ډيجيټلي چارو په برخو کې به د يوه پياوړي هېواد د ابادۍ لپاره هڅې وکړي. په عصري صنعتي سيستم کې به عالي، ځېرک او زرغون توليدي صنعت، معلوماتي ټېکنالوژۍ، د AI صنعت، بيولوژيکې ټېکنالوژۍ، نوې انرژۍ، نویو موادو، د چاپيريال ساتنې صنعت، د توليدي صنعت او عصري کرهنيز صنعت د ودې لپاره د خدمتي چارو عصري صنعت، ډيجيټلي صنعت او د عصري بنسټيزو تاسيساتو سيستم شامل دی.

( د چين له خوا طرحه او جوړه شوې C919 لويه الوتکه)

شي جين پينګ ولې د عصري صنعتي سيستم ابادۍ ته په درنه سترګه ګوري؟

له ټينګ مادي او تخنيکي بنسټ پرته، چين د سوسياليزم د عصري او ځواکمن هېواد د ابادۍ موخه نه شي پوره کولی.

چين د څه باندې ۴۰ کلونو پرمختګ له لارې د توليدي صنعت په برخه کې وړاندې تللی او بشپړ توليدي توان او اړوند بشپړ سيستم يې جوړ کړی دی. چين په نړۍ کې يوازېنی هېواد دی، چې د ملګرو ملتونو د لېست له مخې ټول صنعتي ډولونه لري. خو چين د چيپونو، سيميکنداکټر سامانونو او د الوتکو د انجنونو په برخو کې له پرمختللو هېوادونو څخه واټن لري. اوسمهال د چين د صنعتي خونديتوب پر وړاندې لوی خطرونه شتون لري، چې د صنعت د نويو اصلاحاتو په بهير کې د صنعتي ځنځير مخ پر بدلون دی، امريکا د لوړ ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې چين ته د لارې د تنګولو په هڅه کې ده او د همکاريو او ځنځير د پرېکون غوښتنه يې کړې، د روسيې او اوکراين ترمنځ کړکېچ پر نړيوال اقتصاد منفي اغېرې کړې دي.

(د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۴مه نېټه، د بېجينګ د ۲۰۲۳م کال د ډيجيټلي اقتصاد په غونډه کې کارکوونکې د چين له خوا توليد شوی چيپ نندارې ته وړاندې کوي)

په چين کې د عصري صنعتي سيستم ابادي د نړۍ لپاره څه ارزښت لري؟

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له جيانګ سو څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چين به د کورني دوران او بهرني دوران ترمنځ پيوستون ومومي، د بهرنيو پانګو د راجلبولو او د ورخلاصون د پياوړتيا نوې لارې چارې به پيدا کړي او نوي تدبيرونه به ونیسي، بهرنې سوداګرۍ ته به پرمختګ کړي او د نړيوالو بازارونو د ټينګښت او پراختيا لپاره به هڅې وکړي.

( د چين او لاوس ترمنځ اوسپنيزه لار)