د امريکا حکومت په ځايي وخت د جولای په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې له اوکراين سره به د ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرسته وکړي، په دې کې د لومړي ځل لپاره د ډله ييزې تباهۍ یا کلسټر بمونه شامل دي چې د امريکا د قانون له مخې منع شوي دي.
د امريکا دغې پرېکړې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمان په ګډون د نړیوالو سازمانونو مخالفت او نیوکې راپارولې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس د خپل ویاند له لارې اوکراین ته د کلسټر بمونو د ورکولو په اړه د امریکا د حکومت له پرېکړې سره مخالفت وکړ او پر اړوندو خواوو یې غږ وکړ چې د کلسټر بمونو د تړون اړوند مقررات مراعات کړي او په اوکراین کې د کلسټر بمونو له کارولو ډډه وکړي.
د امریکايي رسنیو د خبر له مخې، د بشري حقونو لږ تر لږه ۳۸ سازمانونو په ښکاره توګه اوکراین ته د امریکا له خوا د کلسټر بمونو له استولو سره مخالفت کړی دی.