د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په لسمه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د سليمان ټاپو له صدراعظم مناسه سوګااري سره وکتل. نوموړی اوس له چين څخه د رسمي ليدنې په حال کې دی.
دواړو خواوو اعلان کړی، چې دواړه هېوادونه په نوۍ زمانه کې د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ پر بنسټ د هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکې ټينګې کړې دي.