شي جين پينګ: چين د ارام سمندر سيمې د ټاپوګانو هېوادونو په اړه تګلاره کې څلورو برخو ته پر درناوي ټينګار کړی
CMG2023/07/10 17:21:07
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۰مه نېټه په بېجينګ کې د سليمان ټاپو له صدراعظم ماناسيح سوګاواري سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چې چين د ارام سمندر سيمې د ټاپوګانو هېوادونو په اړه تګلاره کې څلورو برخو ته پر درناوي ټينګار کړی.

شي جين پينګ دې ته اشاره کړې، چې چين او د ارام سمندر سيمې د ټاپوګانو هېوادونه پرمختيايي هېوادونه دي او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکاريز چوکاټ کې دې متقابلې مرستې پياوړې کړي. چين د ارام سمندر سيمې د ټاپوګانو هېوادونو په اړه تګلاره کې څلورو برخو ته پر درناوي ټينګار کړی. لومړی، چين د ټاپوګانو د هېوادونو ملي حلاصيت او خپلواکۍ ته درناوی کوي او پر دې ټينګار کوي چې لوي او کوچني هېوادونه برابر دي. دوهم، چين د ټاپوګانو د هېوادونو هيلو ته پوره درناوی لري او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کوي. درېيم، چين د ټاپوګانو د هېوادونو ملي کلتور او دودونو ته پوره درناوی کوي. درېيم، چين د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د ټاپوګانو يووالي او ګډو هڅو ته درناوی کوي او د ۲۰۵۰ م کال آبي ارام سمندر ستراتيژۍ د پلي کولو په برخه کې د دغو هېوادونو له هڅو څخه ملاتړ کوي.