ازبکستان د جولای په ۹مه نېټه ولسمشريزې ټولټاکنې ترسره کړې، د اوسني ولسمشر شوکت ميرضيايف په شمول څلور نوماندان په دغو ټولټاکنو کې برخه لري.
د دې ټولټاکنو رایګیري د جولای د ۹مې نېټې د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر ۸ بجو پورې ترسره شوه.
د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمېټې ويلي، په ټول هېواد کې د رایګیرۍ ۱۰ زره ۷۸۴ مرکزونه جوړ شوي او شاوخوا ۱۹ میلیونو او ۵ لکو رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي. کابو ۸۰۰ نړیوالو څاروونکو او د رسنيو ۱۴۰۰ استازو د ریګیرۍ څارنه کړې ده. (هیله)