د چین د مالیې وزارت یوه مسؤل دغه هېواد ته د امریکا د مالیې وزیرې د سفر په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل
CMG2023/07/10 15:24:00
شريکول:

د چین د ماليې وزارت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د چین د ماليې وزارت یوه مسؤل دغه هېواد ته د امريکا د مالیې وزيرې جینټ یيلن د سفر په اړه د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

په بالي ټاپو کې د چین او امریکا د مشرانو ترمنځ د شوې موافقې د عملي کولو لپاره د دواړو خواوو تر مشورې وروسته د امريکا د ماليې وزيرې جنیټ یيلن د جولای له ۶مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي او صدراعظم لي چيانګ د جولای په ۷مه نېټه له یيلن سره وکتل، دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د چین او امریکا د اقتصادي اړیکو په شمول د مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د صدراعظم مرستیال هه لي فنګ د جولای په ۸مه نېټه له ییلن سره خبرې اترې وکړې، دواړو خواوو د چین، امریکا او نړۍ د پولي حالاتو، له ګډو نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د همکارۍ او په  د اقتصادي برخه کې د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې. اړوندې خبرې اترې روښانه، عملي، ژورې او رغنده وې.

چین په دې کتنه کې دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا سالمې او ثابتې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو په ګټه دي، بلکې د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره هم ګټورې دي. متقابل درناوى، سوله ييزه همغږي او د ګډو ګتو پر بنسټ همکاري بايد د هېوادونو لپاره له يو بل سره د تګ راتګ اساسي او سمه لار وي. چین ته د وزیرې ییلن د سفر په ترڅ کې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې په بالي ټاپو کې د چین او امریکا د مشرانو لخوا د شوي مهم توافق سره سم په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو د لوړې کچې تبادلې او په بېلا بېلو کچو کې تماسونه وساتي.