شي جين پينګ د پرمختګ د شريک لپاره د نړيوالو عملياتو فورم د لوړې کچې لومړۍ غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2023/07/10 15:17:14
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په لسمه نېټه د پرمختګ د شريک لپاره د نړيوالو عملياتو فورم د لوړې کچې لومړۍ غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د همکارۍ په اړه يې د ګډو توافقاتو د راټولولو او د ګډ پرمختګ د هڅولو لپاره د نړيوالو پرمختګ وړانديز کړی، تر څو د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا تطبيق پياوړی کړي. هغه په دې اړه خوشحالي څرګنده کړې، چې د دغه وړانديز په اړه همکاريو د بېلا بېلو خواوو د ګډون له لارې لومړني برياليتوبونه تر لاسه کړي او ډېرو پرمختيايي هېوادونو ته يې ګټې رسولې دي.

شي جين پينګ پرمختګ د انسانانو دايمي موضوع بللې او زياته يې کړې، چې له پرمختګ څخه د ګډو ګټو اخيستل د ښکلې نړۍ د ابادۍ مهمه لار ده. چين د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه خپل پرمختګ د انسانانو د پرمختګ په نقشه کې ځای پر ځای کړی او تل د خپل پرمختګ له لارې د نړيوال پرمختګ لپاره نوی فرصتونه برابروي. چين به د نړيوال پرمختګ د نړيوال پرمختګ د همکاريو لپاره د سرچينو عرضه لا ياته کړي او له نړيوالې ټولنې سره به د نړيوال پرمختګ وړانديز تطبيق پياوړی کړي.