چين يو ځل بيا پر جاپان غږ کړی، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان لغوه کړي
CMG2023/07/11 11:01:46
شريکول:

د چين پلاوي د جولای په لسمې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مې غونډې کې د جاپان د بشري حقونو د راپور د بياکتنې پر مهال يو ځل بيا پر جاپان غږ کړی، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان بېرته واخلي او لغوه يې اعلان کړي.

د چين استازي په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې جاپاني لوري يوازې خپل اقتصادي لګښتونه په پام کې نيولي او د نړيوالې ټولنې مخالفت يې له پامه غورځولی او پرېکړه يې کړې، چې ارام سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشي کړي.

 د چين استازي يو ځل بيا پر جاپان غږ کړی، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان لغوه اعلان کړي او په علمي، خوندي او شفافې لارې دې ياده چاره تر سره کړي او له اټومي نړيوالې اېجنسۍ سره دې د همکاريو له لارې د څار اوږدمهاله نړيوال ميکانيزم ژر جوړ او ګاونډيو هېوادونو ته دې پکې د ګډون اجازه ورکړي.