ولې ځينې لوېديځ هېوادونه سمندر ته د جاپان د ذروي ککړو اوبو ایستلو ته په پټه اجازه ورکوي؟
CMG2023/07/11 15:00:40
شريکول:

د روان کال د جولای لسمه نېټه سمندر ته د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو په اړه د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د ارزونې راپور د خپرېدو له لومړۍ اونۍ سره برابره وه. د ارام سمندر ټاپوګانو هېوادونو، فلیپین، اندونیزیا، جنوبي افریقا، چین او د کوریا جمهوریت په شمول ډېرو هېوادونو له یوې مودې راهیسې په دوامداره توګه د جاپان له یاد پلان سره مخالفت څرګند کړی. خو په عین وخت کې د امریکې په شمول د ځینو لوېديځو هېوادونو غبرګون د شک وړ دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د ارزونې یاد راپور تر خپرېدو وروسته، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې راپور هرکلی څرګند کړ. د لوېديځو هېوادونو سیاستوالو د جاپان د یاد پلان له امله د رامنځته شوي احتجاج په اړه هېڅ نه دي ویلي.

شنونکي د ځينو لوېديځو هېوادونو د مخکښو رسنیو خبرونو تر کتلو وروسته داسې پوښتنې پیدا کړې، چې ځينو لوېديځو رسنیو د جاپان د یاد پلان په اړه د جاپان حکومت او د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ رویې ډېرې په ډاګه کړې، خو د نړیوالې ټولنې د مخالفت اواز يې ډېر لږ منعکس کړی دی. د بي بي سي په یوه لیکنه کې حتی د خبریال لخوا د کب خوړلو نندارې ویډیو شامله ده، څو دا تایيد شي چې د فوکوشیما په شاوخوا سمندري سیمه کې کبان خوندي دي.

د یو لړ څېړنو نتیجې ښيي، چې د فوکوشیما په ذروي ککړو اوبو کې څه باندې ۶۰ ډوله radionuclide  راډيونیوکلیدي مواد شامل دي. جاپاني حکومت هم دا منلې چې د ALPS ټکنالوژۍ له لارې چلول شوې ذروي ککړې اوبه، کابو 70 سلنه يې سمندر ته د ایستلو له معیار سره سمون نه لري.

د جرمني د سمندري ساینس د څېړنیزې ادارې د څېړنې نتیجه ښيي، له دې امله چې د فوکوشیما په شاوخوا کې ډېر پیاوړي سمندري جریانونه موجود دي، نو سمندر ته د یادو ذروي ککړو اوبو تر ایستلو وروسته په ۵۷ ورځو کې به راډيونیوکلیدي مواد د ارام سمندر زیاتره سیمو ته ورسېږي. د جاپان حکومت پلان لري چې په راتلونکو ۳۰ کلونو یا تر دې هم په نور اوږده وخت کې ذروي ککړې اوبه سمندر ته وباسي، نو داسې مواد به نه یوازې د سمندر بیولوژیکي چاپېریال ویجاړ کړي، بلکې د انسانانو ژوند او روغتیا به وګواښي.

د ملګرو ملتونو د زهرجنو موادو او د بشري حقونو کارپوه Marcos Orellana مارکوس اوریلنا څو ورځې مخکې په اشارې ویلي، چې سمندر ته د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان به بشري حقونه هم سخت زیانمن کړي.

د پام وړ خبره دا ده چې ولې ځينې لوېديځ هېوادونه سمندر ته د جاپان د ذروي ککړو اوبو ایستلو ته په پټه اجازه ورکوي؟ په حقیقت کې دوی تور تاریخ لري او د خپلو ستراتيژيکو ګټو لپاره دغه انتخاب غوره کوي.

د مثال په توګه امریکې د تېرې پېړۍ په څلورمه لسیزه کې په مارشال ټاپوګانو کې ۶۷ ذروي ازموینې ترسره کړې او ۱۳۰ ټنه ذروي ککړې خاورې يې پر دغو ټاپوګانو پاشلې چې ځايي وګړیو ته يې سخت زیانونه رسولي دي. خو واشنګټن خپلو دغو جرمي کړنو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او د مارشال ټاپوګانو له وګړیو سره په جبران ورکولو کې صمیمي رویه نه لري. دا چې امریکې سمندر ته د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو ایستلو ته په پټه اجازه ورکوي، ځکه هغه پخپله د سمندر د ذروي ککړتیاوو له اصلي جوړوونکو څخه یو هغه هېواد دی.

سربېره پر دې، امریکا تل ذروي خوندیتوب د سیاسي ګټو د تر لاسه کولو یوه وسیله ګڼي. واشنګټن د ذروي موادو په وسیله جاپان کنټرولوي او د ځان لپاره پرې خدمتونه کوي.

ارام سمندر د انسانانو ګډ کور دی، خو د ځینو هېوادونو د ذروي ازموینې یا جغرافیايي سیاسي سیالۍ وسیله نه ده. د جاپان حکومت باید د مختلفو خواوو اوازونه واوري او سمدلاسه دې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان ختم کړي.