(سو جو ښار)
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د جيانګ سو ولايت له سو جو ښار څخه لېدنه کړې ده.
نوموړي هلته د دغې لېدنې په ترڅ کې ويلي، چې سو جو ښار د عنعنوي او عصري ځانګړتياوو د پيوستون په برخه کې ښه وړتيا لري او په وينا یې، دغه ښار نه يوازې تاريخ او کلتور ښه ساتلي او پرمختګ يې ورته ورکړی، بلکې د لوړې ټېکنالوژۍ نوښت او د لوړ کيفيت پرمختګ يې هم رامنځته کړي دي.
د نوموړي په خبره، همدغه چارې د ښارونو د راتلونکي پرمختګ لوری څرګندوي.
راځئ! په دغو انځورونو کې په سو جو ښار کې د عنعنوي او عصري ځانګړتياوو، تاريخ، کلتور او د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت ترمنځ د ښه پيوستون منظرې وګورئ.
عکسونه:
د جيانګ سو ښار د جيانګ پينګ تاريخي او کلتوري سيمه
شي جين پينګ په سو جو ښار کې د جيانګ پينګ له تاريخي او کلتوري سيمې څخه لېدنه کړې، دغه سيمه څه باندې ۲۵۰۰ کاله تاريخ لري.
د جيانګ پينګ په تاريخي او کلتوري سيمې کې لرغونې ودانۍ
د جيانګ سو صنعتي زون