سختو بارانونو د هند په شمال کې ۳۴ کسان وژلي
CMG2023/07/11 15:31:00
شريکول:

د هند خبري رسنيو د جولای په لسمې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال کې د سختو بارانونو او د ډبرو او خټو د ښويېدنې له امله د اوترا پردېش، هيماچل او اوتاراکند ايالتونو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

په هند کې د هر کال له جون څخه تر سپمتبر پورې باراني موسم وي او د سختو بارانونو، سيلابونو او د خټو او ډبرو د ښويېدنې له امله پکې ناورينونه رامنځته کيږي.