د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۱۱مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي ناسته کې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د بهرنيو چارو کاري کمېسيون د دفتر مشر وانګ يي به د جولای له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې د اندونيزيا په جاکارتا کې د چين - اسيان (10+1) د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه، د اسيان، چين، جاپان او کوريا جمهوريت (10+3) د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه، د ختيځې اسيا د سرمشريزې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه او د اسيان د سيمه ييز فورم په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
وانګ ون بين زياته کړه، چين هيله لري چې د دغو غونډو له لارې نور زيات ګډ توافقات راغونډ شي او د ختيځې اسيا د همکاريو په اړه د مشرانو د غونډې لپاره سياسي او کاري چمتووالی تر سره شي.