د شي جين پينګ د مهمو نظریو غورچاڼ((د سایبري ټکنالوژۍ په مټ د هېواد د پرمختګ هڅول)) چاپ شو
CMG2023/07/12 11:28:40
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سایبر خوندیتوب او مالوماتي چارو کمیسیون د عمومي منشي شي جین پينګ د سایبري ټکنالوژۍ د مهمو نظریو غورچاڼ(( د سایبري ټکنالوژۍ په مټ د هېواد د پرمختګ هڅول)) چاپ کړی او د ټول هېواد په کتابتونونو کې پلور ته وړاندې شوی دی.

په دغه کتاب کې د عمومي منشي شي جين پينګ د سايبري ټکنالوژۍ په اړه نظريې خوندي شوي دي.

کارپوهان دغه کتاب د کادرانو لپاره د يادو نظريو د پراخې، ژورې او هر اړخيزې سيستماتيکې زده کړې لپاره ګټور بولي او د کمونېست ګوند ټول غړي او ټولینز ځواکونه به وهڅوي، چې د سایبري خوندیتوب او د مالوماتي چارو د باکیفیته پرمختګ  او د سایبري ټکنالوژۍ له لارې د هېواد د پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي.

 (هیله)