د روان کال په شپږو مياشتو کې د چين د موټرونو توليد او خرڅلاو زیات شوی
CMG2023/07/12 10:42:55
شريکول:

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د موټرونو توليدي اندازه ۱۳ ميليونه او ۲۴۸ زره عرادو او د خرڅلاو اندازه يې ۱۳ ميليونه او ۲۳۹ زره عرادو ته رسېدلې ده، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا  توګه ٪ ۹.۳ او ٪ ۹.۸ زياتوالی ښيي.

د يادې ټولنې د عمومي انجنير مرستيال یو های دونګ رسنيو ته ويلي، چې د روان کال په جون مياشت کې د چين د موټرونو د توليد اندازه ۲ ميليونه او ۵۶۱ زره عرادو او د خرڅلاو اندازه يې ۲ ميليونه او ۶۲۲ زره عرادو ته رسېدلې ده، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله په جلا جلا  توګه ٪ ۲.۵ او ٪ ۴.۸ زياتوالی ښيي.