د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس او همدا راز د يادې مرکزي کمېسيون د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو کمېټې مشر شي جين پينګ د جولای په ۱۱ مې د دې کمېټې د دوهمې غونډې مشري وکړه.
په دغې غونډې کې د چين د اقتصادي پرمختګ، کليوالو سيمو، د انرژۍ د سپما او د ککړو ګازو د ايستنې د کمولو، د پوهنتونونو او علمي انسټيټيوټونو د معاش د مقرراتو او دغه راز د تېلو، طبيعي ګازو او برېښنا د اړوندو چارو د اصلاحاتو په اړه يو لړ سندونه وجاجول او تصويب شول.