په اسيا او ارام سمندر کې د ناټو پراختیا یو ناسم اقدام دی
CMG2023/07/12 14:58:21
شريکول:

د جولای په يوولسمه نېټه د ناټو سرمشريزه په لېټوانيا کې پيل شوه چې تر ډېره به یې ګډونوال د اوکراين کړکېچ په هکله بحث وکړي. سربېره پردې جاپان، د کوريا جمهوريت، استراليا او نوي زيلاند په شمول د څلورو هېوادونو مشرانو هم په دې سرمشريزې کې ګډون کوي چې له دې امله يې اسيا او ارام سمندر ته د ناټو پراخوالی بيا د پام وړ ګرځېدلی دی. د جاپان خبري رسنيو خبر ورکړی چې د فرانسې د مخالفت له امله د هغې لايحې په باب بحثونه چې ناټو غواړي په جاپان کې د اسيا لومړی دفتر جوړ کړي، تر مني پورې وځنډول شي. خو شنونکي په دې اند دي چې د امريکا تر مشرۍ لاندې اسيا او ارام سمندر ته د ناټو د پراختیا اراده به بدله نه شي.

د سړې جګړې د محصول په توګه ناټو تل د امريکا له خوا د خپلې بادارۍ د لټولو لپاره د ملا تیر په څېر رول لوبولی او لوبوي يې او منطق يې دا دی چې که دښمن ونه لرې، نو ژوندی به پاتې نه شې. د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهيسې د امريکا تر مشرۍ لاندې ناټو په شپږو پړاوونو کې ختيځ ته خپل ځواکونه پراخ کړي، د اوکراين کړکېچ يې ولمساوه او په امنيتي چارو کې يې اروپا تقسيم کړې او دغه راز غواړي چې په اسيا او ارام سمندر کې خپل ځواکونه پراخ کړي.

د ۲۰۰۶ کال په جنوري کې په ناټو کې د امريکا سفيرې ويکتوريا نولنډ په لومړي ځل په نړۍ کې د همکاريزو اړيکو نظریه وړاندې کړه او ويې غوښتل چې د ناټو او يادو څلورو هېوادونو ترمنځ د تماس نيولو د ميکانيزم د جوړولو له لارې په نړۍ کې د ناټو اغېزه زياته کړي. په ۲۰۰۹ کال کې دغه سازمان له اړتياوو سره سم د همکاريز پلان په پلي کولو سره د اسيا او ارام سندر له څلورو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړې. تر هغه وروسته په لسو کلونو کې دغې سيمې ته د امريکا د ستراتيژيک پام د اړولو کارونه په سالمه توګه نه دي تر سره کړي چې له دې کبله په دې سيمه کې د ناټو د پراخوالي بهیر ورو شوی و. په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا د دفاع وزارت((Indo-Pacific Strategy Report)) راپور خپور کړ او تر هغه وروسته ناټو ورسره همکاريز کارونه تر سره کړل. په ۲۰۲۲ کال کې دغه سازمان د نوې ستراتيژۍ مفهوم ټاکلی او پکې يې په لومړي ځل د چين يادونه کړې او چين يې سيستماتیکه ننګونه بللې چې له دې لارې په اسيا او ارام سمندر کې د دوی پراخوالی بهیر چټک شوی دی.

تاريخ ته په کتو سره په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د ناټو پراخوالی د دې سازمان دغه ګام دی چې د امریکا تر مشرۍ لاندې يې غواړي په دې سيمه کې بحران رامنځته کړي او خپل ځواکونه پياوړي کړي. همدارنګه دغه د نړيوال کېدو پر لور د ناټو د ګامونو د پورته کېدو يو کليدي اقدام دی.

په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د ناټو د پراخوالي په بهير کې جاپان مثبت رول لوبولی دی. د ۲۰۱۴ کال په مې کې دغه هېواد له ناټو سره (( Individual Partnership and Cooperation Programme)) لايحه لاسليکه کړه او په پر له پسې توګه يې ورسره همکاريزه سويه لوړه کړه چې دغې سيمې ته د ناټو د پراخوالي په برخه کې يې لارښوونکی رول لوبولی دی. د جاپان د مثبتو عملونو لامل همدا دی چې جاپان نه يوازې د امريکا ټينګ پلوی دی بلکې غواړي بيا لوی پوځي هېواد وګرځي او په دفاعي چارو کې د ناټو له ځواکونو څخه کار واخلي. ناټو پلان لري چې په توکيو کې د اسيا لومړی دفتر جوړ کړي. له دې څخه ښکاري چې هغوی غواړي د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقداماتو او همغږۍ مرکز په دې هېواد کې ځای پر ځای کړي، خو دغه پلان د جاپانيانو د ډېرو مخالفتونو سبب شوی دی.

په وروستيو کې ډېرو جاپانيانو او د کوريا جمهوريت خلکو د غونډو د جوړولو له لارې د پوځي کشالو د لمسولو او په دې سيمه کې د ناټو د پراخوالي له امله له دې سازمان سره مخالفت وکړ. د تايلنډ د پانياپيواټ اداري پوهنځي د چين او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاد(اسيان) د څېړنيز مرکز مسؤل تانګ ځه مين دې ته په اشارې ويلي چې د اسيان هېوادونه په اسيايي چارو کې د ناټو پر لاسوهنې اندېښمن دي.

اسيا او ارام سمندر سيمه د همکارۍ او پرمختګ ځای دی او د لويو هېوادونو ترمنځ د سياليو سيمه نه ده. که ناټو غواړي چې په دې سيمه کې کړکېچ لمسون کړي، نو په ټوله نړۍ کې سوله خوښوونکي خلک به ور سره مخالفت وکړي.