د اوکراين ولسمشر په ناټو کې د دغه هېواد له شاملېدو وړاندې د امنيتي ضمانت غوښتنه کړې
CMG2023/07/13 11:25:41
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د جولای په ۱۲مې نېټې د ليتوانيا په پلازمېنه ويلنيوس کې د ناټو په سرمشرېزې غونډې کې ګډون کړی او په ترڅ کې يې د څو هېوادونو له مشرانو سره په ناټو کې د دغه هېواد له شاملېدو مخکې د امنيتي ضمانت د برابرولو په هکله بحث کړی دی.

زيلنسکي په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې هغه په همدې ورځ د ناټو د سرمشرېزې غونډې په ترڅ کې د کاناډا له صدراعظم جسټن ټروډو، د جرمني صدراعظم اولاف شولز، د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک، د استراليا صدراعظم انټوني البانيز او د هالنډ صدراعظم مارک روټ سره په جلا جلا توګه لېدنه کړې او په ناټو کې د اوکراين له شامليدو وړاندې د امنيت تامينولو په هکله يې ورسره بحث کړی دی.

هغه له بېلا بېلو خواوو سره د نويو نظامي مرستو تړونونه هم لاسليک کړي دي.

روسيا سيګوډنيا خبري اژانس د جولای په ۱۲مې نېټې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د مطبوعاتي سکريټرډيميټري پيسکوف په قول خبر ورکړی، چې اوکراين ته امنيتي ضمانت برابرول به منفي اغيزې ولري او په راتلونکو څو کالونو کې به اروپا نوره هم د خطر په کړنګ ودريږي او په وينا يې، روسیه به خپل ځوابي تدبيرونه ونيسي.

نوموړي د اوو هېوادونو ډلې دا کړنه ناسمه بللې، چې غواړي اوکراين ته امنيتي ضمانت برابر کړي او په وينا يې، دغه ډله د امنيت د نه جلا کېدو په اړه نړيوالو اصولو ته خپلې سترګې پټوي او د روسیې پر امنيت څرګند تيری کوی.